د هرات د اوسپنې پټلۍ رئیس د ترکمنستان د ریل پټلۍ له مرستیال او مل پلاوي سره کتلي.

د هرات د اوسپنې پټلۍ رئیس د ترکمنستان د ریل پټلۍ له مرستیال او مل پلاوي سره کتلي.
د فبروري ۱۸، ۲۰۲۳
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې لخوا په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د هرات ولایت د اورګاډي د ادارې رئیس مفتي محمد نسیم محمدي د ترکمنستان د ریل پټلۍ له مرستیال ښاغلي ساریوف او مل پلاوي سره لیدلي او پر ځینو موضوعاتو یې خبرې کړي.
دغه ناسته چې د هرات ولايت په تورغوندۍ بندر کې جوړه شوې وه د امارتي بېلابېلو ادارو مسوولينو په کې ګډون کړى وو.
خبر زیاتوي چې افغان او ترکمنستاني لوري د تورغونډۍ د پټلۍ له لارې د ټرانسپورټ پر زیاتوالي، د زیاتو اسانتیاوو پر برابرولو، د ورځني کاري ساعتونو پر زیاتوالي، له هغه هېواد څخه د امکان تر حده د سوداګریزو املاکو پر واردولو او په عمومي ډول د تورغونډۍ د بندر د مدیریت په اړه مفصلې خبرې وکړې.
اړوند موضوعات
رئیس خط آهن هرات با معین وزارت خط آهن ترکمنستان و هیات شان دیدار و گفتگو نموده است.
دغه راز په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخيزو همکاريو پر پياوړتيا ټينګار وکړ او په راتلوونکو ورځو کې يې د ورته غونډې د جوړولو په باب لازم تصميمونه ونيول او د چارو د ښه والي لپاره لازم تصميمونه ونيول شول.
حماد






