بلغاریه ته د تلونکو افغان کډوالو د یوې ډلې مړي په یو کانټینر ډوله موټر کې موندل شوي.
بلغاریه ته د تلونکو افغان کډوالو د یوې ډلې مړي په یو کانټینر ډوله موټر کې موندل شوي.
18 فبروري 2023
د بلغاریا پولیسو په یوې لارۍ کې د یوه ماشوم په گډون د ۱۸ افغانانو مړي موندلي دي او یو څو تنه نور یې د تداوۍ لپاره روغتون ته رسولي.
د بلغاریا کورنیو چارو وزارت ویلي چې دې لارۍ کې ۴۰ افغان کډوال وو او په وینا یې هغه کډوال چې ژوندي پاتې دي روغتون ته انتقال شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت پخپله یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې په یاده پیښه ژوره خواشیني څرګنده کړی او د قربانیانو کورنیو ته یې تسلیت وړاندې کړی.
د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه زیاتوي چې کانتینر کې د بند پاتې نورو افغانانو روغتیایي حالت اوس د ډاډ وړ دی او د کوربه هیواد له لورې روغتون کې تر تداوۍ لاندې دي.
حماد