د کراچۍ د پولیسو د مشر پر دفتر د تېرې ورځې د ترهګریز برید د څېړلو لپاره یوه پنځه کسیزه کمېټه جوړه شوه

0
162

باغي ټی وی رپورټ
د کراچۍ د پولیسو د مشر پر دفتر د تېرې ورځې د ترهګریز برید د څېړلو لپاره یوه پنځه کسیزه کمېټه جوړه شوه.

د KPO بريد د پلټنو لپاره جوړه شوې کميټۍ به د ډي آئي جي ذوالفقار لارک په مشرۍ کښې وي او په ټيم کښې ډي آئي جي ساوت زون عرفان علي بلوچ او ډي آئي جي سي آئي اے محمد کريم خان شامل دي۔

د دې نه علاوه ايس ايس پي اپريشنز سي ټي ډي کراچۍ طارق نواز او انچارج سي ټي ډي ډي ايس پي راجه عمر خطاب هم د کميټۍ غړو کښې شامل دي۔

پينځه کسيزه کميټي به د کراچۍ په پوليس دفتر د بريد پلټنه کوي او د کميټۍ چيئرمېن به د معاملې په پلټنو کې د مرستې لپاره نور غړي هم شاملولی شي.ياده دې وي چې تيره ورځ په شارع فيصل د کراچۍ د پوليس مشر په دفتر بريد کې درې ترهګر وژل شوي وو، په دغه بريد کې درې امنيتي کسان او يو عام وګړی هم وژل شوي وو.

Leave a reply