K اليکټرک نيپرا د بجلۍ د ګرانې او ارزانہ کولو درخواست جمع کړے دے۔

0
184

باغي ټی وی رپورټ

اسلام آباد: K اليکټرک نيپرا د بجلۍ د ګرانې او ارزانہ کولو درخواست جمع کړے دے۔

K اليکټرک د جنورۍ د فېول چارجز اډسټمنټ په لړ کې د بجلۍ په في يونټ کې د 2.69 روپو زياتوالي غوښتنه کړې ده، چې په نتيجه کې به يې په مصرف کوونکو د 2.77 کروړه روپو اضافي بار راشي.

دې سره سره K اليکټرک يو بل درخواست جمع کړے دے چې پکښې د بجلۍ په نرخونو کښې د ربعې تعديل کولو غوښتنه شوې ده۔

د K اليکټرک په غوښتنه کې ويل شوي چې د اکتوبر نه تر دسمبر پورې د درې مياشتني تعديل په صورت کې دې د برېښنا بيه 7 روپۍ 36 پېسې في يونټ سستي کړي.

د نېشنل اليکټرک پاور ريګوليټري اتهارټي (نيپرا) به د فرورۍ په 28مه نيټه د بجلۍ درخواستونو اورېدنه کوي۔

Leave a reply