د انفلاسیون ځپلو خلکو باندې یو بل بم غورځول شوی ، په یوټیلټي سټورونو کې مختلف برانڈونو نرخونه لوړ کړي

0
98

باغی ټی وی رپورټ
د انفلاسیون ځپلو خلکو باندې یو بل بم غورځول شوی ، په یوټیلټي سټورونو کې مختلف برانڈونو نرخونه لوړ کړي.

يوټيلټي سټورز کارپوريشن د نرخونو د زياتولو نوټيفيکيشن جاري کړے دے۔

نوټيفيکيشن ترمخه په ټول ملک کښي يوټيليټي سټورز برانډز خپل نرخونه زيات کړي دي، د يو شمير شيانو نرخونه زيات شوي دي د نرخونو زياتوالي به سمدستي نافذيږي۔

نوټيفيکيشن ترمخه د برانډډ جوار غوړيو په في ليټر قيمت کښي د 300 روپو نه 1170 روپو في ليټره اضافه کړے شوي ده۔

د دې نه علاوه د 800 ګرامه ماشومانو د فارمولا شيدو بيه 60 روپو نه 425 روپو ته لوړه شوې ده.

د نوټيفيکيشن له مخې د 800 ګرامه کیچپ په نرخ کې 50 روپۍ، د ماشومانو د ډایپرونو په بیه کې 350 روپۍ، د 650 ملی لیتر شیمپو په بیه کې 210 روپۍ، د یو کیلو واشنګ پاوډر په قیمت کې 210 روپۍ زیاتوالی راغلی دی. ۵۹ روپۍ، د ۱۳۰ ګرامه صابون ۳۰ روپۍ، د لاس مینځلو ۲۱ روپۍ، د تشناب رول ۱۰ روپۍ، د ټشو پیپر یو بکس ۴۳ روپۍ ګران شوی دی.په يوټيليټي سټورونو کښې د باډي واش، د لہسن ساس، چرګ، پنير نوډلز بيې هم لوړې شوې دي۔

Leave a reply