د اسلام اباد ضلعي او سيشن عدالت د اصف علي زرداري د وژنې د سازش په مقدمه کې د شيخ رشيد د فرد جرم لپاره د مارچ دوهمه نېټه ټاکلې ده

باغي ټی وی رپورټ
د اسلام اباد ضلعي او سيشن عدالت د اصف علي زرداري د وژنې د سازش په مقدمه کې د شيخ رشيد د فرد جرم لپاره د مارچ دوهمه نېټه ټاکلې ده.
جوډيشل مجسټرېټ عمر شبير د اصف علي زرداري په ضد د عمران خان د وژنې د سازش په تور د شيخ رشيد د مقدمې اورېدنه کړې ده.
د اسلام اباد پولیسو د شیخ رشید خلاف د مقدمې چالان عدالت ته وړاندې کړ.
عدالت په شیخ رشید باندې د فرد جرم لګولو لپاره د مارچ د میاشتې نهمه نیټه ټاکلې اؤ حکم یې کړی چې د مارچ په دوهمه عدالت ته حاضر شي.
شیخ رشید عدالت ته خواست کړی چې باید یو کانفرنس کې ګډون وکړي، د مارچ ۱۵ نیټه دې ورکړي.
عدالت ريمارکس ورکړو چې د هائي کورټ حکمونه دي، چالان راغلے دے، اوس اوږد تاريخ نه شي ورکولې، يو ځل چې مقدمه شروع شي نو وبه ګورو.
عدالت د آبپاره پوليس سټيشن د ايس ايچ او په ضد د مقدمې درج کولو درخواست واپس کړ، عدالت وويل دا درخواست دې د سيشن جج عدالت ته وړاندې کړې شي، دا زما اختيار نه دے.






