د کراچۍ د پولیسو په دفتر (KPO) باندې د برید په اړه پلټنې روانې دي چې پکې څرګنده شوې چې د برید په مهال په دریو پوستو کې هیڅ یو کارمند موجود نه وو

باغي ټی وی رپورټ
د کراچۍ د پولیسو په دفتر (KPO) باندې د برید په اړه پلټنې روانې دي چې پکې څرګنده شوې چې د برید په مهال په دریو پوستو کې هیڅ یو کارمند موجود نه وو.
دسرچينو ترمخه دکراچۍ پوليس دفتر سره نزدې پوليس لائن صدر کوارټرز ته د ننوتلو لپاره کومه امنيتي دروازه نشته، دپوليسو کورنۍ په پوليس لائن کوارټرز کې اوسيږي.
سرچينې وائي چې ترهه گر دکي پي او په شا دېوال په کود کولو سره داخل شوي وؤ، دبريد په مهال په دريوؤ پوستو کې څوک موجود نۀ ؤ، دکي پي او په شاته ديوال کې خاردار تارونه مات شوي ليدل شوي وؤ چې په لويې لارې سي سي ټي وي کيمرې نۀ وې. یوازې په اړخونو کې.
په کوم موټر کې چې ترهګر راغلي وو، د پولیسو په مرکز کې موجود دي او په اړه یې شواهد راټول شوي دي.






