د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي، جاسوسان به د بالون د ویشتلو له کبله له چین څخه بخښنه ونه غواړي، خو له چینايي سیال شي جینپینګ سره به خبرې وکړی

باغي ټی وی رپورټ
د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي، جاسوسان به د بالون د ویشتلو له کبله له چین څخه بخښنه ونه غواړي، خو له چینايي سیال شي جینپینګ سره به خبرې وکړي.
په سپینه ماڼۍ کې له رسنیو سره په خبرو کې د امریکا ولسمشر جوبایډن ادعا وکړه چې چین د جاسوسۍ لپاره دغه بالون کاروي.
هغه وويل که چيرې دامريکا اتباعو ته کوم ګواښ متوجه شي هغه به له منځه يوړل شي اويوه نوې سړه جګړه نه غواړي خو دمسلې پاى ته رسيږي .
د یادولو وړ ده چې د چین بالون د اتلانتیک بحر نه څلویښت زره فوټه لوړ و چې د امریکا د یوې جنګي الوتکې لخوا وویشتل شو.
چین د جاسوسۍ لپاره د بالون کارول رد کړي دي. د چین په وینا، بالون د هوا د معلوماتو راټولولو لپاره کارول کیده او له خپل کورس څخه وتلی و.





