امریکا د سي پیک په ضد غلط خبرونه خپروي: اسد عمر

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وفاقی وزیر اسد عمر په یو بیان کښې ویلي دي چې امریکا د سي پیک منصوبې په اړه غلط او بې بنیاده خبر خپور کړې دې، دوی وایی چې د سي پیک په اړه د هر فنډ ښکاره تفصیل موجود دې او د سي پيک منصوبې هیڅ کوم پټ فنډ نشه.
اسد عمر چې د سي پیک پروژې لپاه ځانګړي مرستیال سره ی یوې خبرې غونډې ته وینا وکړه وی ویل چې بعضې د نړۍ هیوادونه د سي پیک منصوبه ناکامه کیدل غواړي او ددې په اړه غلط رپورټو او خبرونه خپروي. دوی اوویل چې د دنیا قوتونو غواړي چې داسې منصوبې ناکامه کړي او دداسې منصوبه په ضد د هایبرډ وار په ذریعه سازشونه کوي چې داسې پروژې بدنامه او ناکامه کړي.
دوی اوویل چې د پاکستان د سي پیک په اړه ټول فنډونه ښکار دي او ددې فنډونو ټول ریکار موجود دې ، امریکا ددې منصوبې په اړه غلط معلومات خپاره کړي دي په کومو کښې چې هیڅ کوم صداقت نشته.
اسد اوویل چې امریکی د سي پیک په اړه غلط معلومات خپاره کړي چې پاکستان د سي پیک فنډونه او نور معلومات پټ ساتل شوي دي، او امریکې د سي پیک منصوبې ته خفیه فنډ ویلې دي. پاکستان د سي پیک په اړه معلومات او فنډونه ټول صفا دي او په ریکارډ شته دې.






