اروپا ته په قاچاقي لارو روان ۱۸ تنه افغانان بلغاريا کې په یوه لارۍ موټر کې مړه شوي دي
بلخوا د فرانس پرس اژانس د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت له قوله لیکلي چې دغه موټر په غيرقانوني ډول شاوخوا ۴۰ کډوال لېږدول چې تر لرګيو لاندې پټ وو.
د بلغاريا د روغتیا وزیر اسین میدجیدیف خبریالانو ته ویلي په لارۍ کې ۱۴ کسان ژوندي موندل شوي چې د اتو کسانو روغتیايي حالت خراب و او روغتون ته وړل شوي دي.
(2023 / 2 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
اروپا ته په قاچاقي لارو روان ۱۸ تنه افغانان بلغاريا کې په یوه لارۍ موټر کې مړه شوي دي.
د بلغاریا رسنيو د راپورونو له مخې، چې په لارۍ کې ټول ۴۰ تنه افغان کډوال سپاره وو چې د هغوی له ډلې يې ۱۸ مړه شوي دي.
بلخوا د فرانس پرس اژانس د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت له قوله لیکلي چې دغه موټر په غيرقانوني ډول شاوخوا ۴۰ کډوال لېږدول چې تر لرګيو لاندې پټ وو.
اړوند موضوعات:
د کډوالو چارو وزارت وايي، د پاکستان د سیند ایالت له زندان څخه ۴۰ افغانان خوشې شول
د بلغاريا د روغتیا وزیر اسین میدجیدیف خبریالانو ته ویلي په لارۍ کې ۱۴ کسان ژوندي موندل شوي چې د اتو کسانو روغتیايي حالت خراب و او روغتون ته وړل شوي دي.










Leave a Reply