لنڈیکوتل پریس کلب خبریالانو خلیل آفریدی سرہ د اہلکارو ناروا سلوک په سختو ټکو کښې غندنه کړې ده
باغي ټی وی رپورټ
په لنډي کوتل پريس کلب کښي د صدر خليل جبران په مشري کښي يوه غونډه اوشوه چي پکښي ګنړ شمير غړو ګډون اوکړو.
جنرل سيکرټري عمر شينواري يو نکاتي ايجنډا وړاندي کړه په کوم کښي چي ټولو غړو په دې اتفاق اوکړو چي د خلیل افریدې سره د ناروا سلوک کولو په وجه دې ایف سی څخه بايکاټ جاري وساتل شي.
په غونډه كښې يوه 5 كسيزه كمېټی جوړه كړې شوې كومه به چې د اېف سي اهلکارو د سوال او ځواب او نورو خبرو اترو دنده ترسره کوي .
په کمېټۍ کې احمد نبي، محراب افریدي، شاه رحمان، امین الحق او جی ایس عمر شامل دی.
د خبریالانو ترمینځ په دې اتفاق شوې چې تر راتلونکې غونډې او پرېکړې پورې دې د ایف سي څخه میډیا کوریج بائیکاټ جاري وساتل شي.