مایکرو بلاګنګ سایټ ټویټر په هند کې له خپلو دریو دفترونو څخه دوه یې تړلي دي

0
92

باغي ټی وی رپورټ
مایکرو بلاګنګ سایټ ټویټر په هند کې له خپلو دریو دفترونو څخه دوه یې تړلي دي.

د هندي رسنیو په وینا د ټویټر مالک ایلون مسک په ډیلي او ممبۍ کې خپل دفترونه تړلي او کارکوونکو ته یې لارښوونه کړې چې له کوره کار وکړي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د ټویټر د دفترونو د تړلو پریکړه د لګښت کمولو اقدام بلل شوی دی.

له دې مخکې ټوېټر په هند کې خپل ۹۰ سلنه کارکوونکي له دندو ګوښه کړي وو، چې وروسته د ډيلي او ممبۍ د دفترونو په اړه مهمه پرېکړه شوې ده.

د هندي رسنیو په وینا، ټویټر به په بنګلور کې د خپل دفتر څخه کار ته دوام ورکړي.

ایلون مسک د ټویټر د کنټرول له اخیستو راهیسې په ټوله نړۍ کې د ټویټر یو شمیر کارمندان له دندو ګوښه کړي او یو شمیر دفترونه یې هم تړلي دي.

Leave a reply