په پاکستان کې د امریکا سفیر ډونلډ بلوم وايي، موږ د پاکستان لپاره څه کوو، خو په پای کې دا په تاسو پورې اړه لري چې تاسو څه کوئ

0
95

باغي ټی وی رپورټ

په پاکستان کې د امریکا سفیر ډونلډ بلوم وايي، موږ د پاکستان لپاره څه کوو، خو په پای کې دا په تاسو پورې اړه لري چې تاسو څه کوئ.

په شخصي پوهنتون کې زده کوونکو ته په خطاب کې دامريکا سفير ډونلډ بلوم وويل په منګلا ډيم کې لګول شوي توربينونه په ٦٠ؤ کلونو کې نصب کړل شوي وؤ، مونږ په منګلا ډيم کې نصب شوي ټول توربينونه په عصري ټربائنونو نصب کړو.

دامريکا سفير وويل مونږ دپاکستان لپاره څه کولى شو خو اخر دا په تاسو پورې اړه لري چې ته څه کوې.
بل خوا د پاکستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیزابیت هورسټ ویلي، د پاکستان او امریکا ترمنځ د اړیکو مرکز خلک دي، امریکا د پاکستان تر ټولو لوی صادراتي بازار دی او دا مهال له اقتصادي ستونزو سره مخ دی. په ټوله نړۍ کې روان دي او هیڅ یو هیواد نشي کولی په یوازې توګه اقتصادي ستونزه حل کړي.

الیزابت هورسټ وویل، په افغانستان کې د رژیم له بدلون او د کابل له اشغال وروسته پاکستان د افغانانو پر وړاندې خلاصون ښودلی او پاکستان له ډېرې مودې راهیسې د افغان کډوالو کوربه دی، پاکستان له ترهګرۍ ځپلی هېواد دی.

هغه زياته کړه چې د پېښور په جومات کې شوې وحشتناکه پېښه ډېره دردونکې وه، له ترهګرۍ سره مبارزه نه يوازې د پاکستان او امريکا بلکې د نړيوالې ټولنې ستونزه ده، امريکا به د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره د پاکستان ملاتړ ته دوام ورکوي او د دواړو هېوادونو تر منځ به امنيتي خبرې اترې کېږي. په څو اونیو کې ترسره کیږي.

الیزابیت هورسټ ویلي، چې نه یوازې طالبان، بلکې القاعده او نورې سخت دریځې ډلې هم په ترهګرۍ کې لاس لري.

Leave a reply