د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناالله وئيلي دي چې د عمران خان پشمول 5 کسان په هغه سازش کښې شامل وو چې په 2017م کښې شروع شوې وه د هغوي پرضد دې مقدمه چلولې شي او عبرت دې ورکړے شي

0
98

باغي ټی وی رپورټ

د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناالله وئيلي دي چې د عمران خان پشمول 5 کسان په هغه سازش کښې شامل وو چې په 2017م کښې شروع شوې وه د هغوي پرضد دې مقدمه چلولې شي او عبرت دې ورکړے شي۔

د جيو نيوز په پروګرام ‘آج شاهزيب خانزاده کې سات’ کې د پخواني وزيراعظم عمران خان لخوا د رياست صدر ته د ليکل شوي خط په غبرګون کې نوموړي ويلي دي چې د عمران خان د جنرال باجوه په ضد د کارروايۍ غوښتنه د غله په شان ده او غوښتنه يې وکړه. چې تاسو پاتې غلو ته سزا ورکړئ.

ياده دي وي چي د تحريک انصاف چيرمين عمران خان صدر عارف علوي ته يو خط ليکلي دي چي پکښې د پخواني آرمي چيف جنرل (ر) قمر جاويد باجوه د بيانونو د تحقيقاتو غوښتنه کړې ده۔

عمران خان په خپل لیک کې لیکلي چې جنرال باجوه له خپل قسم نه په سرغړونې تورن دی، جنرال باجوه خبریال ته اعتراف کړی چې ‘مونږ عمران خان هیواد ته ګواښ ګڼلی’.

عمران خان په خپل خط کې ليکلي چې وزيراعظم سره دجنرال باجوه دخبرو ريکارډ کول دپوځ سرلښکر دحلفې خلاف ورزي ده، ددې پوښتنې ځواب ضروري دى چې جنرال باجوه دغه پټې خبرې ولې او دکوم اختيار لاندې ريکارډ کولې.

Leave a reply