خواجه آصف وایی چې عمران خان ټول د پارټۍ غړو ته وايي چې جيلونه ډک کړئ اوموږک پخپله په کور کښې پټ شوې دې

U.S. - Pakistan Clean Energy Business Opportunities Conference December 1-2, 2015.
باغي ټي وي رپورټ
اسلام اباد: د مسلم ليګ (ن) مشر او د دفاع وزير خواجه اصف عمران خان باندې سختې نیوکې کړي دي.
په سوشل ميډيا خپل يو بيان کښې خواجه آصف وئيلي دي چې ټول پارټي ته وايي چې جيلونه ډک کړئ اوموږک پخپله په کور کښې پټ دی، کارکنانو ته غږ کوي چې زمان پارک ته راشئ او ما بچ کړئ.
د دفاع وزير په پخواني لومړي وزير نيوکه وکړه او ويې ويل، چې محکمې ته وايي، چې بوډا او ټپي دى، حاضر نه شي، د لور لاس يې نيولى او بېرته هېواد ته راغلى، چې زنداني شي.
بل اړخ ته د عمران خان وکيل اظهر صديق وئيلي دي چي د پي ټي آئي چيئرمين عمران خان نيولو ته تيار دے ولي ډاکټران ورته اجازت نه ورکوي۔





