د افغانستان ټي ټونټي قومی کرکټ ټیم عرب امارات په سفری تلې
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د ټي ټونټي کرکټ ټیم د ۲۲ کسیزه ډلې ټیم نن د متحده عرب امارات په دوره ددې هیواد نه سفر کړې دې، د افغان رسنیو رپورټ مطابق د افغانستان قومی کرکټ ټیم د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عزیزاالله فاضل د افغان کرکټ ټیم به نړیوالو لوبو کښې د شرکت کولو لپاره په کابل کښې الوداع اوویله.
د رپورټ مطابق افغان قومي ټیم به اول دوحه قطر ته ځی او بیا به په نړیوال ټي ټونټي لوبو کښې د شرکت کولو لپاره متحده عرب امارات ته سفر وکړي. یاده دې وی چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د ۱۹ کالو نه کم د کرکټ د لوبغاړو ټیم د بنګله دیشن دورې نه واپس دې هیواد ته راستون شوې دي.
دا فغانستان ټیم د پاکستان له لارې اول دوبی او بیا بنګله دیش ته سفر کړې وو ، په بنګه دیش کښې د افغانستان د ۱۹ کالو نه کم لوبغاړو ټیم د بنګله دیشن نه څلور ورځنې ټیسټ مقابله ګټلې وه او د یوې ورځې په میچونو کښې د ماتې خوړلې وه.
یاده دې وی چې د افغانستان اسلامی امارت په نوی عبوري حکومت کښې د افغانستان د قومي سپورټس ټیمونو دا دویمه دوره ده چې د متحده عرب امارات په لور ی کوي.