د طالبانو د برښنا مسؤلینو د برښنا عمومي ریاست د رهبرۍ غړو سره وکتل

0
90

د طالبانو د برښنا مسؤلینو د برښنا عمومي ریاست د رهبرۍ غړو سره وکتل

نن کابل ولایت کې د امارت اسلاميرافغانستان د برښنا مسؤلینو د برښنا شرکت د رهبرۍ غړو سره وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.

 

2021/ 8 / 20 نېټه باغي ټلویزیون )

د برښنا شرکت په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې نن د جمعې ورځ د امارت اسلامي افغانستان د اوبو ا  برښنا مسؤلینو د برښنا شرکت له مسؤلینو او د رهبرۍ غړو سره وکتل،  په دغه کتنه کې د افغانستان برښنا شرکت خپلې ستونزې د امارات اسلامي له غړو سره شریکې کړې، د امارت اسلامي د برښنا او اوبو عمومي مسؤلینو د برښنا شرکت کارکوونکو ته ډاډ ورکړ چې د دوی ټولو ستونزو ته به رسیدګي کوي او په هره برخه کې به ورسره پوره همکاري کوي.

دوی  همدا راز وویل چې دوی به په راتلونکي کې د برښنا شرکت د بندونو، پایو موټرو او ټولو تاسیساتو ساتنه د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي او ډاډ يې ورکړ چې د برښنا شرکت کارکوونکو ته به هېڅ هم خنډ جوړ نشي کړلی.

Leave a reply