وزيراعظم شهباز شريف د زلزله ځپلو سره د خواخوږۍ څرګندولو لپاره ترکيې ته تللې دې

0
162

باغي ټی وی رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د زلزله ځپلو سره د خواخوږۍ څرګندولو لپاره ترکيې ته تللې دې۔

د ایوی ایشن ذرائعو ترمخه د وزیراعظم شهباز شریف خصوصی الوتکه د ترکیې انقره ائیرپورټ ته رسیدلې ده.

د ترکيې چارواکو د انقرې په هوايي ډګر کې د لومړي وزير شهباز شريف او پاکستاني پلاوي هرکلى وکړ.

وزيراعظم به د پاكستان اولس په استازيتوب د تركيې او سورېې په غم د خواخوږۍ څرګندونه كوي۔

وزيراعظم به د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان سره ملاقات كوي٬ وزيراعظم شهباز شريف به د تركيې اولس مشر سره ملاقات كښې په امدادي كاروائيو خبرې كوي۔

وزيراعظم شهباز شريف او طيب اردغان به د تركيې د زيانمن شوو سيمو دوره كوي۔

Leave a reply