په ملک کښې سوداګرو د حکومت مني بجټ رد کړې او دا ی د غریب اولس سره ظلم بللې دې
باغي ټي وی رپورټ
اسلام اباد: په داسې حال کې چې په قومي اسمبلۍ کې وړاندې شوې منی بجټ د خلکو ملا مات کړی، منځنۍ طبقه نه یوازې دا، بلکې له دې بودیجې وروسته سوداګرو طبقه هم اندیښمنه ده
د منی بودیجې په اړه د پاکستان د هوزري مینوفیکچررز او ایکسپورټرز ایسوسی ایشن وايي، د انرژۍ د مساوي تعرفې د ختمولو پرېکړه صادراتو ته زیان رسوي، د صادراتو د سکټور د تخریب مسؤلیت به د حکومت پر غاړه وي.
بل خوا د کراچۍ اليکټرانک ډيلرز ايسوسي ايشن وايي چې د موبايل ټليفون لوکس نه دی، په دې باندې د ۲۵ فيصده سيلز ټېکس لګول ظلم دی، د حکومت له دې پرېکړې به مالداران ګټه پورته کوي او غريبان به بېوزله وي.