د کالعدم تحریک طالبان پاکستان د دوو ډلو تر منځ اختلافات لا پسې زور اخیستي

باغي ټی وی رپورټ
کابل: د کالعدم تحریک طالبان پاکستان د دوو ډلو تر منځ اختلافات لا پسې زور اخیستي.
د افغانستان د استخباراتي سرچینو په وینا، په کنړ کې د ټي ټي پي محسود ډلې او جماعت الاحرار تر منځ وسله واله نښته شوې، چې په ترڅ کې یې له دواړو خواو ۸ ترهګر وژل شوي دي.
د افغانستان استخباراتي سرچینې وايي، په وژل شویو ترهګرو کې څلور د دویمې درجې قوماندانان هم شامل دي.
سرچينې زياته کړې، چې د محسود ډلې دغه ترهګر د جماعت الاحرار تر څار لاندې وژلى دى.






