د سپر ټيکس کيسونو کښې وفاقي حکومت او وفاقي بورډ آف ريونيو (اېف بي آر) د سپريم کورټ نه رليف ترلاسه کړے دے

0
172

باغي ټی وی رپورټ
د سپر ټيکس کيسونو کښې وفاقي حکومت او وفاقي بورډ آف ريونيو (اېف بي آر) د سپريم کورټ نه رليف ترلاسه کړے دے۔

د سپر ټيکس په اړه د سندهـ هائي کورټ د فيصلې په ضد د وفاقي حکومت او ايف بي آر په اپيلونو سپريم کورټ کښې د مقدمې اورېدنه وشوه۔
د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ درې کسيزه بنچ ټولو اړخونو ته امر کړى چې څلور فيصده سپر ټيکس ورکړي.

ياده دي وي چي د تير کال بجټ کښي مختلفو صنعتونو د سپر ټيکس لګولو فيصله چيلنج کړي وه چي پکښي د سنده هائي کورټ د تير کال نه لس فيصده سپر ټيکس جمع کول کالعدم ګرځولي وو۔

وفاقي حکومت او ايف بي آر د سپر ټيکس د وصولي لپاره سپريم کورټ کښې اپيل دائر کړي وو۔ سوپر مالیه څه ده؟
د مالیې پخواني وزیر مفتاح اسماعیل د ۲۰۲۲ کال په جون میاشت کې قومي اسمبلۍ ته په وینا کې ویلي وو چې پر ټولو سکتورونو ۴ سلنه او په ۱۳ مخصوصو سکتورونو ۱۰ سلنه سوپر ټیکس لګول شوی چې له دې وروسته به پر دغو سکتورونو مالیه له ۲۹ سلنې څخه ۳۹ سلنه ته لوړه شي. ..

له دې وړاندې داقتصادي ټيم غونډې وروستو وزيراعظم شهباز شريف وئيلي وؤ چې دټيکس څخه دعام اولس دژغورلو لپاره په صنعتونو، سيمنټو، فولاد، شوگر صنعت، تيلو اؤ گيس، ايل اين جي ټرمينل، فرټيلائزر، بينکنگ اؤ په صنعتونو باندې پرټيکس لګول شوى دى. د ټوکر، موټرو، کیمیاوي، مشروباتو او سګرټو صنعتونه به هم د 10 فیصده سوپر ټیکس تابع وي.

ده ووئيل چې د 15 كروړه روپو نه زياتو كسانو باندې يو فيصده، د 20 كروړه روپو نه زياتو كسانو باندې 2 فيصده، د 25 كروړه روپو نه زياتو كسانو باندې 3 فيصده او د 30 كروړه روپو نه زياتو كسانو باندې 4 فيصده ټېكس لګولې شوي دي۔ به لاړ شي کوم چې د غربت کمولو مالیه ده.

Leave a reply