چيف اليکشن کمشنر سکندر سلطان راجه د انتخاباتو په اړه سپريم کورټ ته ځواب ویلې دې

0
102

باغی ټی وی رپورټ
چيف اليکشن کمشنر سکندر سلطان راجه د انتخاباتو په اړه سپريم کورټ ته ځواب ویلې دې

سي سي پي او لاهور غلام محمود ډوګر د سپريم کورټ په بيړنۍ سمن کې عدالت ته وړاندې شو.

چيف اليکشن کمشنر وويل که عدالت اجازه ورکړي نو زه به دا موقع په لاس کې اخلم چې څه ووايم.

چيف اليکشن کمشنر وويل چې اليکشن کميشن په ټول صوبه کې د يونيفارم پاليسۍ لاندې د تقررۍ او تبادلې اجازه نه ده ورکړې، د ځينو کميشنرانو، ډي سيز، آر پي اوز او نورو تبادلې ضروري وې، د انتخاباتو د اختياراتو محدودولو لپاره هڅې روانې دي. کمېشن که پوځ ته امنیت وايي نو نه ورکوي، ماتحته عدلیې په ۲۰۱۸ کال کې کارمندان ورکړل، اوس یې ورکولو ته تیار نه دي، حکومت د ټاکنو لپاره پیسې نه ورکوي، د ټاکنو کمېسیون واکونه لري.

جسټس اعجازالاحسن پوښتنه وکړه چې تاسو په دې مسله حکومت سره رابطه کړې ده؟

چيف اليکشن کميشنر جواب ورکړو چې حکومت ته ئي د خپلو ټولو درخواستونو خبر ورکړی دی.

چيف اليکشن کمشنر وويل که چرې دکميشنرانو، ډي سيز، آر پي اوز، ډي پي اوز تبادله نۀ شي نو ټاکنې به شفافې نۀ شي، که عدالت حکم وکړي نو دتبادلې اجازه به نۀ ورکوي.

جسټس اعجازالاحسن وويل چې عدالت داسې کوم حکم نۀ ورکوي، د آئين هره يوه کلمه مونږ پابندوي، اليکشن کميشن دانتخاباتو مسله خوره کړې خو دټاکلو اؤ تبادلې لپاره يې هدايات کول ياد کړل.

چيف اليکشن کمشنر وويل چې اليکشن کميشن دانتخاباتو اعلان نۀ شي کولى، په دې اړه جسټس مظهر نقوي پوښتنه وکړه چې دکوم قانون له مخې اليکشن کميشن دانتخاباتو اعلان نۀ شي کولى؟
چيف اليکشن کميشنر وويل گورنر يا صدر دانتخاباتو اعلان کولى شي، داساسي قانون د ١٠٥مې مادې له مخې اليکشن کميشن دانتخاباتو نيټه نۀ شي ورکولى.

سپریم کورټ د انتخاباتو په لار کې د خنډونو په اړه د الیکشن کمیشن نه تفصیلي رپورټ غوښتی دی.

جسټس مظاهر نقوي پوښتنه وکړه چې ايا د لفظي احکاماتو تبادله صحيح ده؟ چيف اليکشن کمشنر جواب ورکړو چې چيف سيکرټري د جنورۍ په 23مه نيټه ټيلي فون کړې وو او د تبادلې په اړه ئې پوښتنه کړې وه او د ليکلې درخواست په وصوليدو ئې په شپږم فرورۍ رسمي اجازت ورکړو۔

جسټس مظهر نقوي وویل: “ایا تاسو د سترې محکمې د حکم نه خبر نه وو؟” چيف اليکشن کمشنر جواب ورکړو چې موندل شوي ريکارډ کې د سپريم کورټ د احکاماتو ذکر نه دی شوی.

جسټس اعجازالاحسن ووئيل تاسو يواځې د آئين او قانون پابند ياست نه د خپلې پاليسۍ.

لويې څارنوالۍ د ټاکنو له کمېشنرانو وغوښتل، چې که اړتيا نه وي، سبا دې حاضر نه شي.

چيف اليکشن کمشنر دا هم وئيلي دي چې که عدالت اجازت ورکړي نو سبا به زما په ځائي يو سيکرټري يا لوړ رتبه افسر حاضر شي.

جسټس اعجازالاحسن وويل چې تاسو د ادارې مشر ياست، تاسو پخپله حاضر شئ، په ارامه غوږ شئ.

سپريم کورټ د سي سي پي او لاهور غلام محمود ډوګر د تبادلې پشمول د پنجاب د ټولو افسرانو ريکارډ طلب کولو سره د کيس اوريدنه تر سبا پورې ځنډولې ده۔

سپريم کورټ تيره ورځ چيف اليکشن کمشنر هم احضار کړے دے۔
د عدالت نه بهر د چيف اليکشن کميشنر نه يو خبريال پوښتنه وکړه چې د انتخاباتو نيټه به کله ورکوي؟ په دې اړه هغه وويل، چې د ټاکنو نېټه به محکمې ته ورکوي، ولې يې تاسو ته ورکوي، د ټاکنو کمېسيون د اساسي قانون او قانون له مخې د محکمې د حکم پابند دی.

Leave a reply