د داخله چارو وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې د عمران خان د نيولو اراده لري خو د حکومت او وزيراعظم په اجازت پاپند دي

باغي ټی وی رپورټ
د داخله چارو وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې د عمران خان د نيولو اراده لري خو د حکومت او وزيراعظم په اجازت پاپند دي .
د جيو نيوز پروګرام “نن شاهزيب خانزاده سره” کې د خبرو پر مهال نوموړي وويل عمران خان بايد د وينې معاينه وکړي، که په کوکاين او يخ روږدي نه شو نو استعفا به ورکړم.
رانا ثناء وويل اسلام اباد دې وتړي او وښيي چې هر ډول کورنۍ کړکېچ دې له منځه يوړل شي، کنه نو هېواد به تباه کړي.
هغه وپوښتل چې ایا څوک په دې کې شک لري چې ټیریان وائٹ د عمران خان لور ده؟
رانا ثناءالله ویلي جمائما هم ورته ویلي دي چې تیریان د عمران خان لور ده. داسې سړی باید د مدینې په دولت کې سنګسار شي.






