د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نید پرائس ویلي دي چې هغه مخکې هم ویلي وو چې د رژیم د بدلون په اړه د امریکا په تورونو کې هیڅ حقیقت نشته

باغی ټی وی رپورټ
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نید پرائس ویلي دي چې هغه مخکې هم ویلي وو چې د رژیم د بدلون په اړه د امریکا په تورونو کې هیڅ حقیقت نشته.
هغه وویل چې نه غواړي په پاکستان کې د تورونو په لوبه تبصره وکړي او اجازه به ورنکړي چې پروپاګند او غلط معلومات د دوه اړخیزو اړیکو خنډ شي.
نېډ پرائس وويل، چې له پاکستان سره اړيکو ته ارزښت ورکوي، يو جمهوري او سوکاله پاکستان د امريکا د ګټو لپاره مهم دى.





