وزيراعظم شهباز شريف به نن ترکيې ته ځي

0
99

باغی ټی وی رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف به نن ترکيې ته ځي۔

د خارجه چارو وزير بلاول بهټو زرداري او نور وفاقي وزيران به هم وزيراعظم سره ملګرتيا کوي۔

وزيراعظم به په تركيه كښې د زلزلې په نتيجه كښې د ځاني او مالي زيانونو سره د خواخوږۍ څرګندونه كوي۔

ياده دي وي چي تركيه کښي د زلزلي نه پس وزيراعظم شهباز شريف د تركيې دوره كولو اعلان وكړو ولي دوره لغوه كړې شوه۔

د یادولو وړ ده چې په ترکیه او سوریه کې د زلزلې له امله د مړو شمیره تر ۴۱ زرو تنو اوښتې ده خو د کارپوهانو په وینا د وخت په تیریدو سره د خاورو لاندې د ښخ شوو خلکو د ژوندي پاتې کیدو هیلې کمیږي.

ترکي چارواکي وايي، په ترکیه کې د وروستۍ زلزلې له امله ۱۳،۵ میلیونه کسان اغېزمن شوي دي.

Leave a reply