چيچه وطني سره نزدې د کوئټې نه پېښور ته تلونکې جعفر ایکسپریس کې چاودنه شوې ده

باغی ټی وی رپورټ
چيچه وطني سره نزدې د کوئټې نه پېښور ته تلونکې جعفر ایکسپریس کې چاودنه شوې ده.
د اورګاډي د سرچینو له مخې د جعفر ایکسپریس په چاودنه کې یوه ښځه وژل شوې او څلور مسافر ټپیان شوي دي.
د اورګاډي سرچینې وايي، چاودنه د اکنامک کلاس شپږم نمبر بوګي کې شوې، د چاودنې نوعیت معلوم نه دی.
ټپي شوي کسان روغتون ته لېږدول کېږي.
پوليس زياتوي چي د سرچ اپريشن نه پس ئي د اورګاډي نور کوچونه هم پاک اعلان کړي دي۔
د اورګاډي چارواکي وايي، جعفر ایکسپریس د چیچه وطني ریلوې سټیشن کې بنده شوې ده.






