باغي ټی وی رپورټ
د قانوني چارو کارپوه جسټس ريټائرډ شايق عثماني وئيلي دي چې که عمران خان تګ نه شي کولې نو په ويل چيئر يا سټريچر عدالت ته راتلې شي۔
نن د جيو نيوز پروګرام کښې شاهزيب خانزاده سره خبرو کښې هغه وويل چې د عمران خان عدالت کښې حاضري لازمي ده که نه نو هغه ضمانت نه شي کولې۔
ده ووئيل قانون د ټولو لپاره برابر دے، عمران خان د خپلو اصولو خلاف روان دے
جسټس ريټائرډ شايق عثماني وئيلي دي چې دې مقدمې کښې دې پخپله عدالت ته راشي، اوس د عمران خان لپاره هيڅ بچ نه دے.
ياده دي وي چي د لاهور هائي کورټ د پخواني وزيراعظم عمران خان د پيشي نه بغير د حفاظتي ضمانت ورکولو نه انکار کړي وو۔
د عمران خان وکيل په عدالت کې دريځ خپل کړی ؤ چې عمران خان اړونده عدالت کې حاضريدل غواړي، د طبي حالت له مخې عمران خان درې هفتې بيا نه شي تللای، نو په طبي بنياد دې حفاظتي بانډ ورکړل شي.
عدالت پوښتنه وکړه چې د حفاظتي ضمانت قانون څه دی؟په حفاظتي ضمانت کې د ملزم حاضرېدل ضروري دي، که زيات مشکل وي په ايمبولينس کې راشئ، قانون د ټولو لپاره برابر دی، په اصولي توګه بايد دا درخواست خارج کړم خو زه یو استثنا کوم.










Leave a Reply