وزيراعظم شهباز شريف به روانه هفته د تركيې دوره كوي
باغي ټی وی رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف به روانه هفته د تركيې دوره كوي۔
دسرچينو ترمخه وزيراعظم سره به خارجه وزير بلاول بهټو زرداري هم وي اؤ شهباز شريف به دترکيې صدر رجب طيب اردوان سره دپيوستون څرگندونه کوي.
سرچينې وائي وزيراعظم به دترکيې زلزله ځپلو سيمو څخه هم ليدنه کوي.
سرچينې وايي چې شهباز شريف د مصيبت په وخت کې د خواخوږۍ څرګندولو لپاره ترکيې ته ځي او د دې سفر په ترڅ کې به انقرې ته هم ځي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې مخکې ترکيې ته د لومړي وزير سفر د مصروفيتونو له امله ځنډول شوى وو.