د سعودي حکومت د عمرې زیارت کوونکو ته اجازه ورکړې چې د سعودي ټولو نړیوالو هوايي ډګرونو ته سفر وکړي

0
83

باغی ټی وی رپورټ

د سعودي حکومت د عمرې زیارت کوونکو ته اجازه ورکړې چې د سعودي ټولو نړیوالو هوايي ډګرونو ته سفر وکړي.

د سعودي د ملکي هوايي چلند عمومي ادارې یو خبرتیا خپره کړه.

د سعودي د هوايي چلند له مخې د عمرې زائرینو لپاره ټولې الوتنې د سعودي له هر نړیوال هوايي ډګر څخه استفاده کولای شي.

د سعودي هوايي چلند الوتنو ته لارښوونه کړې چې نوي خبرتیا په کلکه تعقیب کړي.

د سعودي هوايي چلند وايي، له هغو هوايي شرکتونو سره به سخت چلند وشي چې له امرونو سرغړونه کوي.

د يادونې وړ ده چې پخوا به د عمرې ويزې لرونکي مسافر يوازې د جدې او مدينې له هوايي ډګرونو څخه تګ راتګ کاوه، اوس به حاجيانو ته د دمام، قاسم او رياض په ګډون له ټولو هوايي ډګرونو څخه د تلو او تلو اسانتيا وي.

Leave a reply