د مسلم ليګ ن مشرې مريم نواز د عمران خان نه پوښتنه کړې ده چې جنرل (ر) باجوه چې پاچا وو نو ته د هغه ملازم وې؟ پخوا به يې ويل چې د قمر جاوېد باجوه هومره زما سره چا مرسته نه ده کړې، نن چې کور ته لاړ نو هغه ی په نخښه کړو.

0
90

باغی ټی وی رپورټ
د مسلم ليګ ن مشرې مريم نواز د عمران خان نه پوښتنه کړې ده چې جنرل (ر) باجوه چې پاچا وو نو ته د هغه ملازم وې؟ پخوا به يې ويل چې د قمر جاوېد باجوه هومره زما سره چا مرسته نه ده کړې، نن چې کور ته لاړ نو هغه ی په نخښه کړو.

په لاهور کې د ګوند د ځوانانو د مشرانو غونډې ته د وینا پر مهال مریم نواز د پخواني لومړي وزیر عمران خان باندې نیوکې کړی دی.

مريم نواز وويل عمران خان هيڅ اقتصادي منصوبه نه لري، سوځول، محاصره کول، وژني، مري، دا د هغه ايجنډا ده، که هغه کوم کالج، يونيورسټۍ، هسپتال يا موټروې جوړې کړې وي، راته ووايه

هغې اوویل چې درواغجن هيڅکله رښتيا نه شي ويلای، ډېر څه مو اورېدلي دي، موږ غلامان نه يو، وارداتي حکومت، رښتينې ازادي، هيڅکله نه، نن پوښتنه کولای شم چې ريښتينې ازادي څه شوه؟ د غلامۍ شعار څه شو؟ هغه ځوانانو ته چې د ګمراه کولو هڅه کوي.

د مسلم لیګ (ن) مشر ویلي چې ټولې نړۍ ولیدل چې دوی څنګه دین د سیاست لپاره کارولی دی، ویل شوي چې له امریکا او غربي نړۍ سره د پاکستان اړیکې خرابې شوې دي. د قمر جاوېد باجوه په څېر زما سره چا مرسته وکړه، نن وايي چې قمر جاوېد باجوه زما حکومت نسکور کړ.

د مسلم ليګ (ن) چيف آرگنائزر وويل چې له حکومت نه د وتلو وروستو يې هم د قمر جاويد باجوه سره ملاقاتونه جاري ساتلي دي، هغه وخت جنرال باجوه سپر بادشاه و، نو ته د هغه ملازم وې ستا په څېر بې ارزښته نه یم، د یوې سوچې توطې له مخې د مخالفو سیاسي قوتونو پر ضد یو منظم کمپاین پیل شو، نن زه د بابا ثاقب نثار په لټه کې یم، خدای دې وکړي چې نواز شریف ته بد ویل یو بل ته میر جعفر او میر صادق وايي. .

مريم نواز زياته کړه چې مونږ ته ددوي دروغجنو خبرو ځواب ورکول پکار دي، تاسو ووايئ چې نن دملکي معيشت څه حال دى، هغوي ديو کروړه نوکرو دروغو په ورکولو سره تښتيدلي، په موجوده اقتصادي صورتحال کې مونږ نوي روزګار نۀ شو پيدا کولى. مریم اوویل چې هغه زړه غږ دی چې پاکستان باید سریلانکا شي.

Leave a reply