لاهور: په پنجاب ایالت کې د ټاکنو په اړه د لاهور هايي کورټ د پرېکړې د تفسیر لپاره محکمې ته د تګ پرېکړه شوې ده.
باغي ټی وی رپورټ
په پنجاب ایالت کې د ټاکنو په اړه د لاهور هايي کورټ د پرېکړې د تفسیر لپاره محکمې ته د تګ پرېکړه شوې ده.
ګورنر هاؤس کښي د پنجاب ګورنر په مشرۍ کښي يوه مهمه غونډه روانه ده چي پکښي آئي جي، چيف سيکرټري، سيکرټري اليکشن کميشن، ډي جي لا اليکشن کميشن او نور چارواکي هم ګډون کوي چي پکښي د عمل درآمد په مختلفو اړخونو جائزه اخستل کيږي۔ د پنجاب اسمبلۍ انتخابات روان دي.
دسرچينو ترمخه په غونډه کې برخه والو خپل خپل آئيني او قانوني تجويزونه وړاندې کړل په داسې حال کې چې د غونډې برخه والو د لاهور هائي کورټ د پريکړې په اړه وضاحت غوښتلو سره اتفاق وکړو.
سرچينې وايي، په غونډه کې د پرېکړې د تفسير لپاره د لاهور هايي کورټ ته د رجوع کولو پرېکړه شوې ده.