پاکستان د اقتصادي او مالي پالیسۍ د یادداشت مسوده (MEFP) د تړون لپاره نړیوال وجهي صندوق (IMF) ته سپارلې
باغي ټي وي رپورټ
اسلام آباد: پاکستان د اقتصادي او مالي پالیسۍ د یادداشت مسوده (MEFP) د تړون لپاره نړیوال وجهي صندوق (IMF) ته سپارلې.
دسرچينو له مخې ائي ايم ايف به د پاکستان لخوا وړاندې کړل شوې مسودې څخه وروستو خبرې اترې پيل کړي.
سرچینه زیاتوي، چې د پیسو نړیوال صندوق به د طرحې له څېړلو وروسته د مجازي خبرو نېټه او وخت ټاکي.
ياده دې وي چې پاکستاني چارواکو د دوشنبې په شپه IMF ته خبر ورکړ چې حکومت به د سه شنبې په ورځ وفاقي کابينې ته د مالياتو بېلابېل وړانديزونه وړاندې کوي څو د صدارتي آرډيننس له لارې د ۱۷۰ اربه روپو اضافي ټېکس منظور کړل شي.
IMF وايي چې د مالیاتو اقدامات باید په دایمي توګه معرفي شي، نه یوازې د یو وخت لپاره. سخت مقاومت لري.
په هرصورت ، حکومت وړاندیز کړی چې جی ایس ټي له معیاري 17 سلنې څخه 18 سلنې ته یو سلنې ته لوړ کړي.