د پاکستان تحريک انصاف مشر اسد عمر د الېکشن کمېشن د توهين په مقدمه کې خپل ځواب جمع کړی دی
باغي ټی وی رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر اسد عمر د الېکشن کمېشن د توهين په مقدمه کې خپل ځواب جمع کړی دی.
اسلام آباد کښې د عمران خان، اسد عمر او فواد چوهدري خلاف د توهین عدالت کیس سماعت شو.
د توهين عدالت کيس کښې اسد عمر د اليکشن کميشن د شوکاز نوټس جواب جمع کړے دے۔
د عمران خان وکيل فيصل چوهدري وويل زمونږ حلقه کې انتخابات روان دي، زه او فواد چوهدري دواړه په انتخاباتو کې برخه اخلو، مناسبه به وي چې دانتخاباتو نه وروستو نېټه ورکړم، په راتلونکې اوريدنه کې به د اعتراضونو دلائل وړاندې کړم.
وکیل فیصل چوهدري زیاته کړه زه به هڅه وکړم چې راتلونکې اوریدنې ته حاضر شم، دانتخاباتي کمپاین لپاره وخت کم دی.
اليکشن کميشن نور سماعت د فرورۍ تر 28مې نيټې پورې ځنډولې دې۔