د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر شهباز ګل په اسلام اباد هائي کورټ کښې د ادارو لخوا بغاوت ته د هڅولو په مقدمه کښې د بریت د درخواست د ردولو د مقدمې د محکمې فیصله چیلنج کړې ده

0
89

باغي ټی وی رپورټ

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر شهباز ګل په اسلام اباد هائي کورټ کښې د ادارو لخوا بغاوت ته د هڅولو په مقدمه کښې د بریت د درخواست د ردولو د مقدمې د محکمې فیصله چیلنج کړې ده.

شهباز ګل په اسلام اباد هائي کورټ کښې دائر درخواست کښې د ټرائل کورټ کښې د کاروائي د ځنډولو غوښتنه هم کړې ده۔

په عريضه کې استدلال شوي چې څنګه چې څارنوالۍ کوم جرمانه مواد نه دي وړاندې کړي نو د استيناف محکمې حکم د اساسي قانون د 10A مادې خلاف ورزي ده.

شهباز ګل عدالت ته خواست کړی دی چې د درخواست په منلو سره دې مقدمې ته برائت ورکړی او د بریت د درخواست په اړه تر وروستۍ فیصلې پورې دې د مقدمې کار ودرول شی.

ياده دي وي چي د اسلام آباد ضلعي او سيشن عدالت د پي ټي آئي مشر شهباز ګل د بري درخواست مسترد کړي وو۔

د اسلام اباد ايډيشنل سيشن جج طاهر عباس سپرا د شهباز ګل درخواست رد کړی او د فرد جرم لګولو پرېکړه يې کړې ده، عدالت ويلي چې شهباز ګل به د فبرورۍ په ۲۷ مه محاکمه کېږي.

ياده دې وي چې شهباز ګل د ادارو د مشرانو په ضد د تحريک څو مقدمې لري او هغه په ​​ضمانت خوشي شوی دی.

Leave a reply