د ایم کیو ایم پاکستان د یو ځای کیدو وروستو په ملک کښې د ټولو ډلو تر مینځ اختلافات رامخې ته شوي دي

0
75

باغي ټي وي رپورټ

د ایم کیو ایم پاکستان د یو ځای کیدو وروستو په ملک کښې د ټولو ډلو تر مینځ اختلافات رامخې ته شوي دي.

د ایم کیو ایم پاکستان یو شمېر مشرانو د ایم کیو ایم هغو مشرانو ته د هغو لوړپوړو مقامونو په واپسۍ خپله ناخوښي څرګنده کړې چې په تیرو وختونو کې یې د ایم کیو ایم په ضد سختې بیانیې او د مهاجر وجود دفن کولو په شان بیانونه ورکړي وو.

د تفصيلاتو ترمخه د کراچۍ پخوانې ښاروال وسيم اختر، سينئر مشر خواجه اظهار الحسن او د رابطې کميټۍ ځينې نور غړي هم د پارټۍ له ډېرو پرېکړو ناراضه دي چې له امله يې دغو مشرانو د ګوند پرېښودو فکر پېل کړی دی.
سرچينې وائي ددوي يو شمير مشران دپي ټي ائي له صوبائي قيادت سره په تماس کې دي اؤ د سندهـ صوبې ديو وزير په کور يې دوه درې ملاقاتونه هم کړي دي.

Leave a reply