پاکستان تحریک انصاف د عدالت د فیصلې باوجود په ۹۰ ورځو کښې د عامو انتخاباتو د نه کولو په صورت کښې د نوې تګلارې په خپلولو سره د آئین د بچ کولو لپاره د تحریک شروع کولو غور شروع کړی دی

0
88

باغی ټی وی رپورټ

پاکستان تحریک انصاف د عدالت د فیصلې باوجود په ۹۰ ورځو کښې د عامو انتخاباتو د نه کولو په صورت کښې د نوې تګلارې په خپلولو سره د آئین د بچ کولو لپاره د تحریک شروع کولو غور شروع کړی دی.

د زرائعو ترمخه د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان د آئين تحفظ تحريک په اړه د وکيلانو او سول سوسائټي سره د مشورې نه پس د پي ټي آئي وکيلانو ونګ ته د متحرک کولو هدايات کړي دي۔

سرچينې وايي، د اساسي قانون د ژغورنې غورځنګ په لومړي پړاو کې به وکيلان، مدني ټولنې او د ګوندونو مشران لاريون کوي ​​او په دويم پړاو کې به عمران خان پخپله ميدان ته ننوځي.

ياده دي وي چي څو ورځي وړاندي د پاکستان تحريک انصاف په درخواست باندي لاهور هائي کورټ اليکشن کميشن ته هدايات جاري کړي وو چي د اسمبلي منحل کيدو نه پس په ۹۰ ورځو کښي دننه انتخابات ترسره کړي۔

په دې لړ کې د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان څو څو ځله په خپلو بيانونو کې وئيلي دي چې که په ۹۰ ورځو کې ټولټاکنې ترسره نه شي نو دا به د آئين خلاف ورزي وي او د آئين په سرغړونې د ارټيکل شپږم نافذيږي.

Leave a reply