د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري وايي، هر چېرې چې د اساسي قانون پر وړاندې ګواښ احساسېږي، پر وړاندې به يې مبارزه کوي

0
171

باغی ټی وی رپورټ

اسلام اباد: د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري وايي، هر چېرې چې د اساسي قانون پر وړاندې ګواښ احساسېږي، پر وړاندې به يې مبارزه کوي.

دپيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې زمونږ ګوند تل دغير آئيني گامونو په ضد پاتې شوى او په راتلونکي کې به هم همداسې وي.

هغه وويل نن چې مونږ په کوم وخت کې تيروو دا هم يو امتحان دى، که مونږ دغه امتحان پاس کړو نو دا زمونږ کاميابي ده، که مونږ ناکام شو نو د هيواد په زيان به وي.

هغه وويل کوم نقصان چې دعمران خان په وخت کې شوى ؤ هغه اوس نۀ دى شوى، هغه وخت زمونږ نظام اؤ آئين په خطر کې ؤ، سياسي مخالفين په جيلونو کې اچول شوي وؤ، که کوم غير جمهوري گام پورته شو نو مونږ به غلي پاتې نۀ شو. هرچیرې چې دا احساس شي چې اساسي قانون له ګواښ سره مخ دی، مبارزه به وکړي.

د پاکستان خارجه وزير بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې آئين د لوبو اصول ټاکي، د آئين عملي کولو لپاره هر څوک خپل کردار ادا کړي، اپوزيشن ته هم پکار ده چې د آئين ساتلو لپاره خپل جمهوري کردار ادا کړي.

دپيپلز پارټۍ چيئرمېن وويل چې غير ذمه واره اپوزيشن د انتها پسندۍ کردار ادا کړى چې له امله يې نن د اسمبلۍ غړى هم نۀ دى.

Leave a reply