د افغان سوداګرو وفد پایه تخت اسلام آباد ته تللې

0
45

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د سوداګرو یو وفد پایه تخت اسلام آباد ته په سفر تللې دې، د پاک افغان جاینټ چیمبر آف کامرس وفد د خان جان الکوزي په مشري کښې د پیښور نه اسلام آباد په لور تللي دي ، دوی به هلته د پاکستاني چارواکو د پاکستان او افغانستان سوداګرو ته راپیښې ستونزو باندې خبرې کوي.

یاده دې وی چې پرون په پیښور کښې هم د افغانستان د سوداګرو د اتحاديی مشر خان جان الکوزې ، د سرحد چیمبر آف کامرس مشر زاهد خان شینواری، سینیر کسټم کلیرینس ایجنټ مجیب شینواری او د کسټم ډیپارټمنټ نمایندګانو ترمینځ یوه غونډه شوې وه، په دې غونډه کښې د سوداګرو له طرف نه یو شمیر ستونزې او مسلې د دولتي چارواکو مخې ته کیښودل شوې وې.
د سوداګرو مطابق نن دوی اسلام آباد ته ځی چرته به چې دوی پاکستان چارواکو سره ملاقاتونه کوي، یاده دې وی چې په افغانستان کښې د سیاسي بدلون رامنځ ته کیدو نه پس د پاکستان او افغانستان ترمینځ دوه طرفه تجارت ډیر بد متاثر شوې دې، د پاکستان دطرف نه د صادراتو کښې که یو طرف به میډیا کښې داسې رپورټونه راځي چې د پاکستان ایکسپورټ افغانستان ته زیات شوي نو بل طرف سوداګران وایی چې دا خبره بې بنیاده ده چې د پاکستان صادرات زیات شوي.
سوداګران وایی چې وس هم په پاک افغان پوله د یو شمیر ستونزو سره مخ یو، په پوله د ټرکونو د آن لاین کلریریسن مسله ده، په کراچۍ کښې هم د افغان ټرانزټ ګاړي په ډیر وخت کښې کلییر کیږي او بیا د تورخم په لور راروان شي. سوداګر وایی چې به تورخم پوله هم دوی بې ځایه تنګولې شي، آن لاین کلیریسن باندې هفتې لګي چې له دې وجهې ددوی مالی زیان شی او ددوی مالونه هم خرابیږي.
سوداګر غوښتنه کوي چې د تازه میوې ګاړي که د پاکستان طرف نه ځي یا د افغانستان طرف نه راځي ، باید په لږ ټایم کښې دوی ته په پوله د اوړیدو اجازت ورکړي چې تازه میوه او نوره سبزي خرابه نه شي، په افغانستان کښې خالي ټرکونه هم په ګنړ شمیر کښې ایسار دي او د دواړه هیوادونو حکومت له په کار دې چې په پوله داسې نظام جوړ کړي چې دا ټرکونه زر بارډر کراس شي چې د دواړو هیودونو ترمینځ تجارت ښه شي.

Leave a reply