اليکشن کميشن د پنجاب ګورنر بليغ الرحمان ته د فرورۍ په 14مه نيټه د ملاقات لپاره خط جاري کړے دے چې پکښې صوبه کښې د انتخاباتو د نيټې په اړه مشاورت وشي۔

باغی ټي وي رپورټ
اليکشن کميشن د پنجاب ګورنر بليغ الرحمان ته د فرورۍ په 14مه نيټه د ملاقات لپاره خط جاري کړے دے چې پکښې صوبه کښې د انتخاباتو د نيټې په اړه مشاورت وشي۔
په اسلام اباد کې د چیف الیکشن کمشنر سکندر سلطان راجا په مشرۍ کې یوه مهمه غونډه وشوه چې پکې د پنجاب ایالت د انتخاباتو د نیټې په اړه د لاهور هائیکورټ د فیصلې په عملي کولو غور وشو.د اليکشن کميشن لخوا جاري شوي اعلاميه ترمخه اليکشن کميشن سيکرټري اليکشن کميشن ته هدايات کړي دي چي د پنجاب ګورنر سره مشوره وکړي۔
د اعلاميې له مخې د الېكشن كمېشن سپېشل سېكتر او ډائرېكټر جنرل به د قانوني سلا مشورو ورسته اليكشن كمېشن ته بريفنګ وركړي۔
ياده دې وي چې د لاهور هائي کورټ د فرورۍ په لسمه په خپله فيصله کې اليکشن کميشن ته امر کړی وو چې په پنجاب کې د انتخاباتو نېټه اعلان کړي.
په ليکلي پرېکړه ليک کې ويل شوي چې اليکشن کميشن دې د پنجاب اسمبلۍ لپاره سمدستي د ټاکنو نېټه اعلان کړي، اليکشن کميشن دې د ګورنر سره تر مشورې وروسته نوټيفيکيشن جاري کړي او په آئين کې د ورکړل شوې 90 ورځو موده دې يقيني کړي. نه زیات شوی.






