د سترې محکمې مشر قاضي فائز عیسی د یوې مقدمې د اورېدنې پر مهال په اعتصاب کوونکو وکیلانو غصه څرګنده کړه او ویې ویل چې د داسې وکیلانو جواز دې لغوه شي

0
194

باغي ټی وی رپورټ

اسلام اباد: د سترې محکمې مشر قاضي فائز عیسی د یوې مقدمې د اورېدنې پر مهال په اعتصاب کوونکو وکیلانو غصه څرګنده کړه او ویې ویل چې د داسې وکیلانو جواز دې لغوه شي.

سپريم کورټ کښې جسټس قاضي فائز عيسيٰ د فيصل آباد د يوې کارخانې په ضد د 67.8 ميليونه روپو نه د زياتو ګيس غلا کيس کيس سماعت اوکړو په کومه کښې چې د ټرائل کورټ حکم کښې وئيلي شوي وو چې وکيلانو د هړتال له وجې 2 نه تر 3 ځله حاضر نه شول۔ چې جسټس قاضي فائز وکيلانو ته په غوسه شو.

جسټس قاضي فائز عیسی وویل وکیلان څنګه اعتصاب کولی شي؟ د داسې وکيلانو جواز دې لغوه شي، دا کړنلاره پخپله د وکيلانو له خوا جوړه شوې ده چې نه يې تعقيبوي، داسې قاضيان هم بايد له دندو لرې شي چې د وکيلانو د اعتصاب په اړه حکمونه ليکي.

جسټس فيض وويل چې ولې وکيلانو اعتصاب کړى؟ دا نه دي ویل شوي، چې ایا محکمې دغه وکیل له کوره ایستلی؟ څوک چې په خپله خوښه اعتصاب وکړي، نو ولې داسې قضايي نظام وتړل شي، ټول نظام په فساد ککړ دی، که هر سړی خپل کار وکړي، د هېواد نظام ښه کېدای شي.

قاضي القضات وويل، چې د چلند قانون پخپله د وکيلانو له خوا جوړ شوى، نه د قاضيانو او نه د پارلمان له خوا، موږ په محکمه کې د اساسي قانون او قانون پيروي کوو، عدالت د لوړ پوړو لخوا ترسره کيږي.

وروسته د محکمې دوه کسيز بينچ په دې کېس کې د کارخانې اپيل رد کړ.

Leave a reply