د پاکستان تحريک انصاف مشر فواد چوهدري وئيلي دي چې مونږ په اليکشن کميشن باندې په اربونو روپۍ خرچ کوو که چرې اليکشن کميشن په خپل وخت انتخابات ترسره نه کړي نو دا به د آئين خلاف ورزي وي

باغی ټی وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر فواد چوهدري وئيلي دي چې مونږ په اليکشن کميشن باندې په اربونو روپۍ خرچ کوو که چرې اليکشن کميشن په خپل وخت انتخابات ترسره نه کړي نو دا به د آئين خلاف ورزي وي۔
د الېکشن کمېشن په اړه د نفرت خورولو په مقدمه کې د اسلام اباد په ډسټرکټ اېنډ سېشن کورټ کې د حاضرۍ په موقع ميډيا سره په خبرو کې فواد چوهدري وويل چې په اليکشن کمېشن کې د هائي کورټ په فيصله عمل نه دی شوی، مونږ تيار يو. د جيل بهار تحريک لپاره هو، دا خلک ټولټاکنو ته تيار نه دي، اوسنی حکومت د عمران خان د مخنيوي هڅه کوي.
فواد چوهدري وويل نن د غدارۍ په مقدمه کې ظاهري بڼه راغله، پوليس تر اوسه چالان نه شي وړاندې کولی، چالان دې وړاندې کړي چې مونږ ته هم معلومه شي چې مونږ غداري کړې ده، که زه غدار يم نو زما ټول ووټران غدار دي.
د پي ټي ائي مشر وويل په پاکستان کې داسې جاهل خلک شته چې تاريخ نه پوهيږي، ولې زموږ بهر مېشتي پاکستانيان له دوی څخه کرکه کوي، دې حکومت د شنه پاسپورټ عزت ختم کړی دی.





