افغاني سرې میاشتې ټولنې د ترکیې زلزله ځپلو سره د څلور نیم میلیونه افغانیو نغدي مرسته وکړه.

0
104

افغاني سرې میاشتې ټولنې د ترکیې زلزله ځپلو سره د څلور نیم میلیونه افغانیو نغدي مرسته وکړه.

13 فبروري 2023

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یادې ټولنې د ترکیې زلزله ځپلو سره د خواخوږۍ په موخه نن ورځ د یادې ټولنې د عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص په لاس د ترکیې سفیر ته څلور نیم میلیونه افغانۍ مرسته حواله شوه.

خبر زیاتوي چې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص په لاس د ترکیې له زلزله ځپلي ولس سره د اسلامي اُخوت، بشرپالنې، خواخوږۍ او دوستۍ پر بنسټ څلور نیم میلونه (۴۵۰۰۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشوه، چې کابل کې د ترکیې سفیر ښاغلي جهاد ارګین ته د یو هیئت شتون کې وسپارل شوه، تر څو د سفارت له لارې د ترکیې د سرې میاشتې په لاس زلزله ځپلو وګړو ته ورسېږي.

 

د یادې مرستې د سپارلو پر مهال د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د ترکیې سفیر ښاغلي جهاد ارګین ته د نورې مرستې او هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې افغاني سره میاشت د ترکیې له ولس سره څنګ په څنګ ولاړه ده او په دې ستر غم کې د ترکیې له ولس سره برابر شریکه ده.

 

نوموړي وویل “ترکیه د افغانستان خواخوږی او دوست هېواد دی، چې تل یې په سختیو کې افغان ولس ته د مرستې او خواخوږۍ لاس ورکړی، د افغاني سرې میاشتې د رهبرۍ له لوري د ترکیې سفیر ښاغلي جهاد ارګین او په افغانستان کې د ترکیې د سرې میاشتې مسؤل ښاغلي فرید ضیاء ته د ترکیې په زلزله کې د قربانیانو او ټپیانو تعذیت هم وویل شو.

 

کابل کې د ترکیې سفیر ښاغلي جهاد ارګین د افغاني سرې میاشتې له عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې یاده مرسته به تر زلزله ځپلو کورنیو په سالمه توګه ورسوي.

اړوند موضوعات

اسلامي امارت د ترکیې زلزله ځپلو سره د لس او سوریې زلزله ځپلو سره د ۵ میلیونه افغانیو مرسته اعلان کړه.

 

همدا ډول د ترکیې د زلزلې په اړه د تعذیت په کتاب کې د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس له لوري تعذیت هم ولیکل شو.

Leave a reply