جرمني د ترکیې او سوریې زلزله ځپلو ته په جرمني کې د موقتي استوګنې لپاره د ویزې وړاندیز کړی دی.

باغي ټي وي رپورټ
جرمني د ترکیې او سوریې زلزله ځپلو ته په جرمني کې د موقتي استوګنې لپاره د ویزې وړاندیز کړی دی.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیسر له رسنیو سره د خبرو پر مهال ویلي دي چې موږ غواړو په جرمني کې میشتو ترکي او سوري کورنیو ته اجازه ورکړل شي چې د ترکیې او سوریې له زلزله ځپلو سیمو څخه خپلو نږدې خپلوانو ته بلنه ورکړي.

هغه وویل چې دا کار به د ویزې د دودیزې کړنلارې له مخې ترسره شي خو د ویزې ورکولو بهیر به ساده شي او دا ویزه به درې میاشتې د اعتبار وړ وي.

نانسي فایزر وویل چې دا پریکړه زموږ له خوا د زلزلې ځپلو خلکو لپاره د بیړنیو مرستو د مفکورې له مخې شوې ده.

د آلمان له خوا دغه پریکړه وروسته له هغې شوې چې د فبرورۍ د میاشتې په شپږمه نیټه په ترکیه او سوریه کې د زلزلې له امله په میلیونونو کسان بې ځایه شول او د مړو شمیر له ۳۴ زرو څخه واوښت.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Telegram电脑版

有道下载

WPS Office

有道下载

搜狗输入法下载

汽水

有道翻译app

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

Telegram下载

telegram中文

wps office下载