په ترکیه او سوریه کې د فبرورۍ د شپږمې نیټې د زلزلې له امله د مړو شمیر له ۳۴ زرو څخه واوښت.

0
252

باغي ټي وي رپورټ
په ترکیه او سوریه کې د فبرورۍ د شپږمې نیټې د زلزلې له امله د مړو شمیر له ۳۴ زرو څخه واوښت.

د بهرنیو خبري اژانسونو له مخې په ترکیه کې ۲۹ زره ۶۰۵ او سوریه کې ۴ زره ۵۰۰ کسان وژل شوي دي.

د زلزلې له امله د ویجاړو شویو ودانیو له کنډوالو څخه د خلکو د لټون لړۍ دوام لري، په ترکیه کې له ۱۴۰ ساعتونو وروسته یو ۷ میاشتنی ماشوم له خاورو را ایستل شوی، پر دې سربېره یوه ۱۳ کلنه نجلۍ هم را ایستل شوې ده. تر ۱۳۶ ساعتونو وروسته د یوې بلې ودانۍ له کنډوالو څخه یوه ۷۰ کلنه ترکي ښځه را ایستل شوه.

د ترکیې د عدلیې وزارت د هغو کسانو د نیولو حکم صادر کړی چې په خرابو ودانیو کې یې لاس درلود او ۱۲ کسان ی نیولي دي.

د يادونې وړ ده، چې د فبرورۍ په شپږمه په ترکيه کې د زلزلې له امله شاوخوا شپږ زره ودانۍ ويجاړې شوې دي، چې په دې اړه د روغتيا نړيوال سازمان وايي، چې په دواړو هېوادونو کې تر ٢٦ ميليونه کسان اغېزمن شوي دي.

ملګرو ملتونو وېره څرګنده کړې چې په ترکیه او سوریه کې د زلزلې له امله د مړو شمېر دوه برابره شي.

د ملګرو ملتو سرمنشي له امنیت شورا وغوښتل چې د ترکیې او سوریې ترمنځ د پولې په اوږدو کې د مرستو د مرکزونو د پرانیستلو اجازه ورکړي.

Leave a reply