د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې حکومت د خزانې پخواني وزير شوکت ترين د نيولو اجازه ورکړې ده۔

باغي ټي وي رپورټ
د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې حکومت د خزانې پخواني وزير شوکت ترين د نيولو اجازه ورکړې ده۔
کراچۍ کښې ميډيا سره خبرو کښې رانا ثناءالله وئيلي دي چې مونږ د پاکستان پرمختګ لپاره شپه او ورځ کار کوو او ځينې سياستوال خپله ناپاکه ايجنډا پرمخ وړي، عمران خان له دريو کالو راهسې خپله ناپاکه ايجنډا پرمخ وړي۔
ده ووئيل چې عمران خان له ائي اېم اېف سره معاهده كړې وه چې په نتيجه كښې ئې مونږ دې مقام ته ورسېدو۔د داخله چارو وفاقي وزير وئيلي دي چې د شوکت ترين خلاف انکوائري مکمله شوې ده او حکومت د هغه د ګرفتارولو اجازت ورکړے دے، ايف آئي اے د شوکت ترين د نيولو اجازت غوښتې وو۔
د مسلم ليګ ن او پيپلز پارټۍ يو بل ته د غله او اوس عمران خان ته د غله ويلو په اړه د پوښتنې په ځواب رانا ثنا وويل چې پخوا مونږ دواړه غلط وو، مونږ د يو بل په ضد خبرې کولې اوس مونږ په حقه پوه شوي يو. موږ چې غله بلل کیږي اصلي غل او اصلي غل عمران خان نیازی دی.د يادونې وړ ده چې تېره ورځ د فدرالي تحقيقاتو ادارې (اېف اى اې) د پيسو له نړيوال صندوق (آي اېم اېف) سره د شوې معاملې په تړاو د آډيو ليک له څېړلو وروسته د ماليې د پخواني وزير شوکت ترين پر ضد د قانوني کاروايي کولو پرېکړه کړې وه او له کورنيو چارو وزارت يې د نيولو اجازه غوښتې وه.






