د سندهـ حکومت په پوهنتونونو کې د موسمي بدلون په اړه د جلا مضمون د معرفي کولو پرېکړه کړې ده

0
209

باغي ټي وي رپورټ
د سندهـ حکومت په پوهنتونونو کې د موسمي بدلون په اړه د جلا مضمون د معرفي کولو پرېکړه کړې ده

د سنده حکومت په ټولو دولتي او شخصي پوهنتونونو کې د موسمي بدلون په اړه د پوهاوي په اړه جلا مضمون معرفي کولو پریکړه کړې.

په يو بيان كښې د يونيورسټۍ صوبائي وزير اسماعيل راهو ټولو وائس چانسلرانو ته هدايات وركړې چې ټول يونيورسټۍ دې د موسمياتي بدلون په اړه د شعور بېل بېل مضمون معرفي كړي۔
هغه وايي چې په پوهنتونونو کې د اقلیم د بدلون په اړه د مضامينو تدریس به د بشري روغتیا د کیفیت په لوړولو کې مرسته وکړي او محصلینو ته به د کار زمینه برابره شي.

هغه زياته کړه، چې پاکستان د نړۍ يو له هغو هېوادونو څخه دى، چې د موسمي بدلون په اړه يې په دې وخت کې پوهاوى ور نه کړل شو، نو راتلونکي نسلونه به له زياتو ستونزو سره مخ شي.
اسماعيل راهو وايي د موسمي بدلون د اثراتو له امله سندهـ د تودوخې او وچکالۍ سره مخ ده نو پکار ده چې په يونيورسټيو کې زده کوونکو ته د اقليمي بدلون د منفي اثراتو نه د بچ کولو دپاره د بنيادي معلوماتو ورکول پکار دي.

Leave a reply