پاکستان کوربه هند ته په ماتې ورکولو سره د اسیا د جونیر سکواش سیالیو اتلولي وګټله.
باغي ټي وي رپورټ
پاکستان کوربه هند ته په ماتې ورکولو سره د اسیا د جونیر سکواش سیالیو اتلولي وګټله.
د هند په چینای ښار کې د سیالیو په پای لوبه کې پاکستان هند ته د ۰-۲ په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ دفاع وکړه.
په فاينل کې حمزه خان د هند پرټ امباني ته 7-11، 5-11، 4-11 او نور زمان د هند کرشنا ميشرا ته 10-12، 11-9، 11-13، 9-11 ماتې ورکړه.
له دې وړاندې پاکستان د چیمپئن شپ په نیمه پایلوبه کې مالیزیا ته 0-2 ماتې ورکولو سره فاینل ته لاره موندلې وه.