سترې محکمې د سينئر خبريال ارشد شريف د وژنې د ازخود مقدمې اورېدنه ټاکلې ده.
باغي ټي وي رپورټ
اسلام اباد: سترې محکمې د سينئر خبريال ارشد شريف د وژنې د ازخود مقدمې اورېدنه ټاکلې ده.
د چيف جسټس آف پاکستان په مشرۍ کښې پينځه کسيزه بينچ به د فرورۍ په 13مه نيټه د کيس اوريدنه کوي، جسټس اعجازالاحسن، جسټس منيب اختر، جسټس جمال خان مندوخېل او جسټس محمد علي مظهر هم په بنچ کې شامل دي.
ياده دي وي چي سپريم کورټ متحده عرب امارات او کينيا کښي د پلټنو په اړه د جے آئي ټي نه رپورټ غوښتي دي۔