د شمالي وزيرستان په ميرعلي کښې د داخلي دروازې په کجوري ګيټ کې د ځانمرګي بريد له امله 3 امنیتي سرتیري وژل شوي
باغی ټي وي رپورټ
د شمالي وزيرستان په ميرعلي کښې د داخلي دروازې په کجوري ګيټ کې د ځانمرګي بريد له امله 3 امنیتي سرتیري وژل شوي دي او 22 ژوبل شوي دي. برید د ماړي پیټرولیم شرکت د کارکوونکو پر موټر شوی دی.
قبایلي صحافی زاهد وزیر دا خبر په خپل سوشل میډیا پانړه خپور کړې دې. دا خبره د یادونې ده چې په قبایلي سیمو کښې د ځانمرګي او هدفي وژنو پیشو له امله ځای اولس سخت اندیښمن شوې دې.
قبایلي صحافي په سوشل میډیا پانړه لیکلي چې پر لويو لارو د ځواکونو پر پوستو ځانمرګي بريدونه دوام ولري نو څرګنده ده چې په چيک پوسټونو به د تلاشۍ پروسه هم سخته شي او عام مسافر به هم له ستونزو سره مخ شي.