د خيبرپښتونخوا پوليس انسپکټر جنرل اختر حيات خان د پيښور ليډي ريډنګ هسپتال دوره کړي ده۔

باغي ټي وي رپورټ
د خيبرپښتونخوا پوليس انسپکټر جنرل اختر حيات خان د پيښور ليډي ريډنګ هسپتال دوره کړي ده۔
د پيښور پوليس لائنز په چاودنه کښې د ژوبل شوي پوليس اهلکارو ليدنه وکړه۔
آئي جي پي د هسپتال په مختلفو وارډونو او آئي سي يو کښې د زخميانو بسترونو ته لاړو او د هر يو نه ئي د علاج په اړه پوهه ترلاسه کړه.
آئي جي پي اوويل چي ژوبل شوي پوليس اهلکار د فورسز قيمتي اثاثه دي ټول پوليس فورس د مصيبت په دې وخت کښي د متاثرينو سره ولاړ دے او ډاکټرانو ته ئي هدايات ورکړي چي زخميانو ته په غوره علاج ورکولو کښي هيڅ قسمه کمي نه ساتي۔ په روغتون کې د ټپيانو خپلوانو او دوستانو ته يې د تسليت مراتب وړاندې کړل او له هغوى سره يې خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړه.ای جی پي متاثرینو ته د ګلونو ګیډۍ او امدادي فنډونه هم وړاندې کړل.آئي جی پي د دې غمجنې پیښې سره د ککړو عناصرو په نخښه کولو او ژر تر ژره د قانون منګولو ته د راوستلو عزم هم تکرار کړ.





